د نړۍ تر ټولو سترو ټاکنو رای شمېرنه د سه شنبې په ورځ د غبرګږلي ۱۵مه نېټه پیل شوه.
د راپورونو له مخې، د هند د اوسني لومړي وزیر نرېندرا مودي په مشرۍ د بهاراتیا جنتا ټلواله د پارلمان له ټولو ۵۴۳ څوکیو څخه چې تر اوسه یې د ۱۵۵ څوکیو لپاره رایې شمېرل شوې د پارلمان ډېرې څوکۍ یې ګټلې.
تر دې وړاندې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو، چې د ۶۲ څوکیو لپاره په رای شمېرنه کې د هند د کانګرس ملي ګوند مخکښ دی.
د ټاکنو کمېسیون د ګجرات ایالت د رایو پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې د بهارتیا جاناتا ټلواله یو ځلې بیا په خپل پخواني دریځ ولاړه او بریالۍ ده.
د رای شمېرنې په لومړي پړاو کې چې د سه شنبې په ورځ پیل شو، هغه رایې چې د پوست له لارې ثبتې شوې شمېرل کېږي.
تمه کېږي، چې تر نن ماښامه د هند د ټاکنو وروستۍ پایلې په ډاګه شي.
تر دې وړاندې هم نظر پوښتنو چې د رای ورکولو له بهیره د جون په لومړۍ نېټه ترسره شوې وې، د نریندرا مودي ګوند یې بریالی ښودلی و.
د رای شمېرنې له پیل سره هممهاله، د هند د سهامو ارزښت په بازارونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.