د تایوان په ختیځ کې د راګاسا په نوم یو زورور توپان لږترلږه ۱۴ کسان مړه کړي دي. دغه توپان د اوبو یو بند په نړولو سره د هوالین ښار د ګوانګفو سیمه په بشپړه توګه تر اوبو لاندې کړه. د اور وژنې ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د سېلابونو له امله ۱۲۹ کسان تري تم دي.


په تایوان کې سختو توپانونو او سېلابونو لږترلږه ۱۴ کسان مړه کړي دي
۶ ساعتونه مخکې