ایران په تېرو ۹ میاشتو کې تر «زرو ډېر کسان» اعدام کړي دي

۶ ساعتونه مخکې

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې په تېرو نهو میاشتو کې په ایران کې له زرو ډېر کسان اعدام شوي دي. د دغه سازمان د اټکل له مخې؛ په دغه موده کې هره ورځ نهه کسان اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د سې‌شنبې په ورځ (د تلې په لومړۍ نېټه) په یوه راپور کې لیکلي، چې د ایران حکومت د سیاسي موخو او په ټولنه کې د وېرې خپرولو لپاره له اعدامونو کار اخلي. یاد سازمان دارنګه د بشري حقونو شورا له حقیقت موندنې کمیټې وغوښتل، چې دغه اعدامونه د «بشریت ضد جنایت» په توګه وڅېړي.

نور خبرونه

رادیو