د ایران د ولسمشرۍ نوماند حامد کریمي وايي، چې دوی د بشري ځواک او د خدای له خوا ورکړل شويو منابعو له پلوه بډایه دي؛ خو ایرانیان د یوه بډایه هېواد په څېر ژوند نه کوي.
ښاغلي کریمي وویل، چې د تیلو د سترو زیرمو په درلودلو سره د ایران د خلکو د ژوند شرایط د افغانستان د خلکو په پرتله بدتر دي.
ایلنا خبري اژانس د غبرګولي په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ، چې د اسلامي شورا غړي حامد کريمي د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره له نوم ليکنې وروسته وويل چې لوړو بيو، انفلاسيون او بېکارۍ د هغو خلکو ملا ماته کړې ده، چې لوړې زده کړې لري. وړتیا لري، مګر وزګار دي.
ښاغلي کریمي زیاته کړه: "زه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې لپاره له الام ولایت څخه راغلی یم. که ټاکنې وګټم، غواړم په همغږو پلانونو سره یو پیاوړی ایران جوړ کړم."
د ایران د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو مرکزي دفتر اعلان کړی، چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستي کاندیدان به د غبرکولي په ۲۲مه اعلان شي.
ټاکل شوې د ایران ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د سرطان په اتمه ترسره شي.