د ایران خبري اژانس (ایرنا) خبر ورکړی، چې د افغانستان پولې ته څېرمه په هرمند ښار کې د شنبې په ورځ د (وري ۲۵مه) یو ایرانی پولیس وژل شوی دی.
د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې وژل شوی کس د «نشه يي توکو د قاچاق کوونکو» سره په جګړه کې وژل شوی دی.
تر اوسه په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
د ایران د سیستان او بلوچستان د هیرمند ښار د افغانستان له نیمروز او فراه ولایتونو سره شاوخوا ۱۱۰ کیلومتره ګډه پوله لري.