اسراییل د غزې پر لور د مرستو روانې ۲۹ کښتۍ ونیولې

۳ ساعتونه مخکې

اسراییلي ځواکونو د غزې پر لور روانې ۳۹ کښتۍ، چې بشري مرستې او بهرني فعالان یې لېږدول، ونیولې. په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې اسراییلي سرتېري کښتیو ته ختلي او په کښتیو کې سپرو کسانو لاسونه پورته کړي دي.

د کښتیو د تنظیموونکو په وینا یوازې یوه کښتۍ لا هم پر لاره ده. په دې کښتیو کې د سویډن مشهوره اقلیمي فعاله ګریټا ټنبرګ هم شامله وه.

اسراییل وویل چې مسافر اسراییلي بندر اشدود ته انتقالېږي او ټول یې خوندي دي.

دغه فلوټیلا بیړۍ چې د اګست په پای کې روانه شوې، له ۴۰زیاتو ملکي کښتیو او شاوخوا ۵۰۰ د پارلمان غړو، وکیلانو او فعالینو څخه تشکیل شوې وه او درمل او خواړه یې غزې ته وړل.

ترکیې دا برید ترهګریز عمل بللی، کولمبیا د اسراییل ټول دیپلوماتان اخراج کړل او د سوداګرۍ تړون یې ورسره لغوه کړ، او مالیزیا د خپلو ۲۳ اتباعو نیول غندلي دي.

په ایټالیا، کولمبیا، یونان، ایرلنډ او ترکیه کې مظاهرې شوې او په ایټالیا کې خلکو د جمعې لپاره عمومي کاربندیز اعلان کړی.

اسراییلي چارواکو د دې عملیاتو دفاع وکړه او ویې ویل چې بېړۍ د قانوني سمندري بندیز سیمې ته ننوتلې او څو ځله ورته خبرداری ورکړل شوی و چې بیرته وګرځي.

نور خبرونه

رادیو