په غزه کې د اسراییل په هوايي برید کې ۱۱ تنه وژل شوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۲

د فلسطین روغتیایی چارواکو د جمعې په ورځ ویلي، چې په غزه کې پر یو کور د اسراییلو هوايي برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او په دې سره د اسراییل وروستي بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمیر لږ تر لږه 151 کسانو ته رسیدلی دی.‌

د غزې روغتیایی چارواکو ویلي چې دغه برید سهار وختي د دیرالبله په ښار کې په یوه کور شوی چې د فیاد کورنۍ پورې اړه لري.

د غزې اوسیدونکو په داسې حال کې د اسراییلو لخوا په ټوله غزه د هوایي او ځمکني بریدونو د دوام خبر ورکوي، چې دغه هیواد، حماس سره په جګړه کې د ملکي وګړو د پراخې مرګژوبلې له امله تر نړیوال فشار لاندې دی.‌

اسراییل وايي چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې د محدودولو لپاره په پراخه کچه کار کوي او په حماس تور لګوي چې په قصدي ډول له ملکي وګړي د انساني سپر په توګه کار اخلي خو حماس دغه تورونه ردوي.

بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر وايي، چې اسراییلي چارواکو د په شمال کې د میشتو بې ځایه شوو فلسطینیانو سره د دوی د مرستو مخه نیولې ده.‌

په لاندې شوو فلسطیني سیمو کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي د دفتر مشر اندریا دی دومینیکو وايي، "اسراییل په سیسټماټیک ډول د غزې شمال ته زمونږ د مرستو د رسیدو مخه نیسي. "

هغه وايي: "اسراییل مونږ ته روغتونونو سره د مرستې اجازه نه راکوي او دا یو غیر انساني عمل دی چې زه یې نشم درکولای."

اسراییل په دغه هیواد د حماس د اکټوبر د اوومې نیټې د برید په بدل کې چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل شوي وو،‌ پر غزې پراخ بریدونه پیل کړل چې تر اوسه د د غزې روغتیایی چارواکو په وینا په دغه بریدونو کې ۲۳ او ۷۰۸ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زرو ډیر ټپیان شوي چې ډیری یې ملکي وګړي دي.

نور خبرونه

رادیو