پاکستان او چین د خپلمنځي سوداګرۍ زیاتول غواړي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۳۰

د پاکستان صنعت او تجارت وزیر او د دغه هېواد لپاره د چین اقتصادي استازي نن په اسلام اباد کې د خپلمنځي سوداګرۍ زیاتولو ژمنه وکړه.

د چین استازي یانګ ګوانګیون له ډاکټر ګوهر اعجاز سره په لیدنه کې د اسلام اباد او بېنجینګ ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره د پنځه کلن پلان خبره وکړه.

د دې پلان له مخې به پاکستان ته د چین صادرات تر ۲۵ میلیارد ډالرو ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو