د حوثي وسلوالو رهبر: که امریکا پر یمن برید وکړي، نو موږ به د امریکا جنګي بېړۍ په نښه کړو

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۹

د یمن د حوثي وسلوالو مشر عبدالمالک الحوثي ګواښ کړی، چې که امریکا پر یمن برید وکړي، دغه ډله به په سیمه کې د امریکا جنګي بېړۍ او د دغه هېواد نورې ګټې په توغندیو په نښه کړي.

هغه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې په سره سمندر کې د سوداګریزو کښتیو د ساتنې لپاره د امریکا په مشرۍ ایتلاف کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

تر دې دمه امریکا، ناروې، بحرین، فرانسه، کاناډا، بریتانیا، هالنډ، ایټالیا، هسپانیا او سیشل یو شمېر جزیرې په دې څو اړخیز سمندري ځواک کې شامل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو