کشمیري زده‌کړیالان د هند د کرېکټ په نړۍوال جام کې د ماتې لمانځلو له کبله نیول شوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۸

د هند پولیسو په جمو او کشمیر کې هغه اووه زده‌کړیالان د ترهګرۍ ضد قوانینو پر بنسټ ونیول، چې د دې میاشتې په پیل کې یې د کرېکټ نړۍوال جام پایلوبه کې د هند پر وړاندې د اسټرالیا بریا ولمانځله.

د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي ویلي، چې د کرنې پوهنتون اووه زده‌کړیالان تېره اونۍ وروسته له هغه ونیول شول کله چې یوه زده‌کړیال د دوی پر خلاف له دې امله شکایت وکړ چې دوی د هند ضد شعارونه ورکول او د لوبې وروسته د اسټرالیا سره د پاکستان لپاره یې یو ځای خوښي کوله.

پولیسو وویل، چې د هند پر ضد د دغو اوو زده‌کړیالانو یوه ویډیو یې هم ترلاسه کړې ده.

کشمیر کې مېشت مسلمانان له ۱۹۹۰ کال راهیسې د نوي ډیلي پر وړاندې جګړه کوي.

که څه هم دغلته اوس تاوتریخوالی څه نا څه کم شوی دی؛ خو په دغو جګړو کې لسګونو زره کسان وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو