د حماس او اسراییل ترمنځ نن مخامخ مذاکرات کېږي

۲ ساعتونه مخکې

نن په مصر کې د غزې د اوربند د تړون پر سر خبرې کېږي، چې په‌کې به د اسراییلي یرغمل شویو د خوشې کېدو او له غزې نه د اسراییلي ځواکونو د وتلو موضوع هم مطرح شي. د امریکا د ولسمشر ټرمپ زوم جیراډ کشنر او ځانګړی استازی سټیف وېټکوف به د واشنګټن استازولي کوي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې د دوی پلاوی به هم د خبرو لپاره نن د مصر شرم‌الشیخ ښار ته روان شي. د دغو خبرو لپاره د خلیل الحیه په مشرۍ د حماس پلاوی هم لا له وړاندې مصر ته رسېدلی.

د فلسطین د مقاومت سازمان ویلي، د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په ګډون د تړون د نورو موادو په اړه خبرو ته چمتو دی؛ خو د ځینو مواردو په اړه یې اندېښنې لري. عربي رسنیو د حماس د سرچینو له قوله لیکلي، چې دغه ډلې د نړۍوال څار لاندې د بې‌وسلې کېدو لپاره هم هوکړه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو