د جمهوري پالو او ډېموکراټانو ترمنځ د حکومتي چارو د ځنډېدو پر شپږمه ورځ لا هم پر دې نهدي سلا شوي، چې د فدرالي حکومت د چارو پیلېدو په تړاو یوه هوکړه وکړي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ډېموکراټ ګوند د حکومتي چارو د خنډ او ځنډ لامل دی.
په دغه روان کړکېچ کې اقتصادي وضعیت له نامعلوم برخلیک سره مخ دی او د انفلاسیون کچه هم په کې لوړېږي، د کارموندنې بهیر ورو شوی او د دوه ټرېلیونه ډالرو کسر لا پسې زیات شوی. د رویټرز اژانس د راپور له مخې؛ د دغه ناورین له کبله سپینه ماڼۍ له سخت فشار سره مخ ده.