یوه سازمان چې په سوریه کې د بشري حقونو وضعیت څاري او د بشارالاسد د حکومت مخالف دی، د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د سوریې په ختیځ کې د داعش له خوا په یوه کمین کې ۳۴ حکومت پلوه ملېشې وژل شوي دي.
د سوریې دولتي رسنیو په دغه برید کې چې تېره شپه ترسره شوی، د ۲۱ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
یوې دولتي راډیو "شام" راپور ورکړی، چې دا وسله وال د سوریې په مرکزي صحرا کې د القم په کلي کې چې د حمص ښار او د رقه ښار په جنوب کې موقعیت لري، په یوه کمین کې وژل شوي دي.
دې راډیو ونه ویل چې دا برید کومې وسلوالې ډلې کړی دی.
خو د بشارالاسد د حکومت د مخالفانو د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، چې دا برید د داعش ډلې کار و.
حمص ښار د حکومتي ځواکونو په ولکه کې دی او رقه د امریکا په ملاتړ د کردانو په ولکه کې ده.
د بشار الاسد حکومت د دې خبر په اړه څه نه دي ویلي او داعش هم تر اوسه د دې برید مسوولیت نه دی منلی.