د اوکراین د يوه جګپوړي چارواکي مرستیال په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

دغه اوکرایني چارواکي ته د هغه د زوکړې ورځې په ډالۍ کې بم ځای پر ځای شوی و.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو قوماندان اعلان وکړ چې د هغه مرستیال په خپل کور کې د بم په چاودنه کې وژل شوی دی.

جنرال والري زالوژني وویل چې دا بم د هغه د یوه همکار له لوري د کلیزې په ډالۍ کې ځای پر ځای شوی و.
اوکراین د دې قضیې اړوند څيړنې پیل کړې دي.
هغه د دوشنبې په ورځ په خپل ټلیګرام کې لیکلي: «د اوکراین د وسله والو ځواکونو له پاره د نه منلو وړ درد او درنه ضایعه او په شخصي توګه زما له پاره ... نن په غمجنو شرایطو کې زما د مرستیال او نږدې ملګري ګینادي چاستیاکوف د زیږون ورځ ده. هغه د خپلې کورنۍ په منځ کې مړ شو. "په ډالۍ کې یوه چاودنه وشوه.»
د ګینادي چستیاکوف میرمن وویل چې هغه کور ته یو پاکټ راوړې و چې ډالۍ په کې وې، کله چې یې خلاصې کړې چاودنه وشوه.
په دې چاودنه کې د دغې کورنۍ یو هلک هم ټپي شوی دی.

نور خبرونه

رادیو