د نایجیریا په کاتسینا ایالت کې وسله والو پر یوه دیني مدرسه برید کړی، ۱۳ زدکوونکي یې وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.
فرانس پرس خبري اژانس د ځایي چارواکو له قوله لیکلي چې په جنایي ډلو پورې تړلو کسانو د اسلام د پیغمبر (ص) د میلاد د مراسمو پر مهال پر عبادت کوونکو ډزې وکړې.
د پولیسو ویاند تایید کړه چې دا برید د یکشنبې په شپه د کاتسینا په سیمه کې شوی دی. پولیسو د ټپیانو شمېر ۱۸ تنه اعلان کړ، چې دوه یې په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله مړه شول.
کاتسینا د نایجیریا د شمال لویدیز او مرکزي سیمو یوه برخه ده، چې د "غلو" په نوم جنایي ډلې کلي لوټ کوي او اوسیدونکی یې وژني.
د نایجیریا په شمال لویدیځ کې د بزګرانو او مالدارانو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړې پخوانې رېښې لري، چې اوس مهال ډېرې شوې هم دي
ځایي اوسیدونکي د ځان او د کلیو د ساتلو لپاره روزل شوي دي، خو د غلو او غاصبینو ډلې د غچ اخیستونکو اقداماتو سره ډله ییزو تښتونو په بڼه تاوان اخلي.
د ۲۰۲۰میلادي کال په ډسمبر کې، غلو له ګاونډ سیمې څخه د پیغمبر (ص) د میلاد له لمانځلو وروسته د قران کریم د تدریس له یوه ښوونځي څخه اتیا زدکوونکي وتښتول.
د سيمې اوسېدونکو او پوليسو له څه مودې وروسته وتوانېدل چې هغوى وژغوري.
غلا او انسان تښتونه هغه ننګونې دي چې د نایجیریا د ولسمشر بولا تینوبو حکومت ورسره مخ دی. هغه د مې په میاشت کې واک ته ورسید.
د نایجیریا ولسمشر په دې هېواد کې د ناامنیو د ختمولو په ژمنې سره ټاکل شوی دی.