روسیه په رسمي توګه د اروپا له یوه مهم امنیتي تړون څخه ووتله

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

روسیه د سې شنبې په ورځ د اروپا له یوه مهم امنیتي تړون څخه ووتله. دې تړون له سړې جګړې نه وروسته د اروپا دودیز وسله وال ځواکونه محدودول.

مسکو د ناټو پر پراختیا له نیوکې سره وویل چې په ناټو کې د فنلنډ او سویډن غړیتوب په عملي توګه د دغه تړون د مرګ په معنا دی.

په اروپا کې د دودیزو وسله والو ځواکونو معاهده د برلین دیوال له ړنګیدو یو کال وروسته په ۱۹۹۰ کې لاسلیک شوه، چې په هغه وخت کې یې د ناټو او ورشو یا وارسا تړون هېوادونو تر منځ د پوځي توازن او تعادل ساتلو لپاره محدودیتونه وټاکل.
دا تړون د سړې جګړې د دواړو خواوو لپاره و چې د یو بل په مقابل کې ځواکونه لښکر نه کړي او پر مقابل لوري د ناڅاپي برید مخه ونیسي.

روسیې په ۲۰۰۷میلادي کال کې په دغه تړون کې خپل ګډون وځنډاوه او په ۲۰۱۵میلادي کال کې خپل فعال ګډون په دې تړون کې ختم کړ.

پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل شاوخوا یو کال وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مې په میاشت کې د یوه فرمان په لاسلیکولو سره پر دغه تړون نیوکه وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې هېواد یې تیره شپه په رسمي توګه له دې تړون څخه ووت او دا تړون اوس "تاریخ ته سپارل شوی."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل: «په اروپا کې د دودیزو وسله والو ځواکونو تړون، د سړې جګړې په پای کې وشو، کله چې د همکارۍ پر بنسټ د نوې اروپا او نړیوال امنیتي جوړښت رامنځته کول ممکن ښکاریدل او مناسبې هڅې هم وشوې».

دغه وزارت زیاته کړه چې د ناټو د پراخولو لپاره د امریکا اقدامات د دې تړون د "ښکاره سرغړونې" لامل شوي او په دې پوځي اتحاد کې د فنلنډ او سویډن د غوښتنې منل د دغه تړون د "مرګ" په معنا دي.

نور خبرونه

رادیو