د سند د روغتیا یوه چارواکي تایید کړه، چې یو کس د کانګو تبې له امله مړ شوی او ۱۱ نور هم په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
په بلوچستان کې د لانګو په نوم یو ډاکټر په کانګو تبه له اخته کېدو وروسته، د کراچۍ اغا خان روغتون ته ولېږدول شو؛ خو نوموړی د دغې ناروغۍ له امله ومړ.
د سند د روغتیا ریاست ویاند شبیر علي بابر رسنیو ته وویل:« په صوبه کې خبرداری ورکړل شوی او د سند په کچه روغتونونو ته لارښوونه شوې، چې د ویروس پر وړاندې د مخنیوي تدابیر ونیسي.»
هغه د دې خبرې پخلی وکړ، چې د بلوچستان په ټولو روغتونونو کې هم د سخت خبرداري غوښتنه شوې ده.
د کانګو تبه یوه ساري ناروغي ده، چې د ټوخي او د اخته څارویو سره د تماس له لارې لېږدول کېږي.
د بلوچستان د عامې روغتیا وزارت وياند ډاکټر وسيم بېګ د ډاکټر لانګوف د مړينې پخلی کړی دی.
هغه زياته کړه، په بلوچستان کې په ټوليزه توګه ۱۲ کسان د کانګو په تبه اخته شوي وو چې له امله یې یو کس ومړ.
بابر وويل، له بلوچستان څخه ۱۱ ناروغان کراچۍ ته لېږدول شوي او دا مهال په اغاخان روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
بېګ وویل، چې له اسلام اباده د روغتیا ملي انسټیټیوټ یوه ډله کوټې ته رسیدلې ده.