د اسراییل او لبنان پر پوله د وژونکو ناکراریو په پایله کې د لبنان په پارلمان کې د حزب الله یوه غړي د سې شنبې په ورځ وویل، چې دوی به په لبنان کې پر ملکي وګړو د اسراییل هر ډول برید ته "دوه چنده" ځواب ورکړي.
رویټرز لیکي؛ وروسته له هغه چې اسراییل د یکشنبې په ورځ د یوې کورنۍ پر یوه موټر برید وکړ، چې له امله یې درې ماشومان او یوه ښځه ووژل شوه، حزب الله وویل چې جدي ځواب به ورکړي.
د حزب الله استازی علي فیاض د دغه هېواد په جنوب کې د وژل شویو څلورو لبنانیانو د جنازې په مراسمو کې وویل: «حزب الله به هر هغه یرغل ته دوه چنده ځواب ورکړي، چې ملکي وګړي په نښه کوي.هغه دغې ځواکمنې ډلې ته چې د ايران له خوا يې ملاتړ کېږي، په اشارې سره وويل: تر اوسه يې خپل بشپړ وزن نه دى ښودلى.د لبنان امنیتي چارواکي وايي، له اسراییل سره د لبنان پر پوله د پوځي تاوتریخوالي په پایله کې تر ۶۰ زیات حزب الله جنګیالي او ۱۰ ملکیان وژل شوي دي.د اسراییل پوځ ویلي چې د دوی پوځیانو په لبنان کې یو موټر چې "د یوه مشکوک تروریستي موټر په توګه پیژندل شوی و" نیولی او د هغو راپورونو پلټنه کوي چې ملکي وګړي پکې وو.
اسراییل د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د حزب الله سره تړلې هدفونه یې په نښه کړي دي.
که څه هم حزب الله له اسراییل سره په جګړه کې د حماس سره د یوځای کېدو غوښتنه رد کړې؛ خو د لبنان پولې ته نېږدې د اسراییل پر پوستو یې محدود راکټي بریدونه پیل کړي دي.
له اسراییل سره د لبنان پر پوله د پوځي تاوتریخوالي په پایله کې تر ۶۰ زیات حزب الله جنګیالي او ۱۰ ملکیان وژل شوي دي.