د رویټرز سرچینې: پوتین پلان لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په واک کې پاتې شي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۵

یو شمېر سرچینو رویټرز ته ویلي؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي او تر ۲۰۳۰ پورې په واک کې پاتې شي.

د سرچینو په وینا؛ پوتین په دې باور دی چې هغه باید د دې هیواد په عصري تاریخ کې تر ټولو په خطرناکه دوره کې روسیه رهبري کړي.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د موضوع د حساسیت له امله رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ښاغلي پوتین سلاکاران اوس انتخاباتي کمپاین ته تیاری نیسي.

یوې بهرنۍ ډېپلوماتیکې سرچینې چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل؛ ښاغلي پوتین دا پرېکړه په دې وروستیو کې کړې او ډېر ژر به اعلان شي.

د رویټرز په وینا؛ نظر پوښتنې ښیي چې پوتین په روسیه کې د 80 سلنې د تایید درجه لري او دا چې هغه ډاډه دی چې هغه به د حکومت په ملاتړ، دولتي رسنیو او د عامه اپوزیسیون په ملاتړ کمپاین ته ننوځي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف په سپټمبر کې وویل، چې که پوتین د ټاکنو پرېکړه وکړي نو هیڅوک نه شي کولی د هغه پر وړاندې ودریږي.

پوتین چې د ۱۹۹۹ کال په وروستیو ورځو کې یې د روسیې له پخواني ولسمشر بوریس یلتسین څخه واک واخیست، له جوزف سټالین راهیسې تر بل هر واکمن په روسیه کې زیات واکمن دی، حتا د لیونید برژنیف ۱۸ کلن ریکارډ یې مات کړ.

پوتین د روان کال د اکټوبر په اوومه (د تلې ۱۵ مه) ۷۱ کلن شو.

د اوکراین جګړه

په داسې حال کې چې پوتین ممکن په ټاکنو کې له جدي ننګونې سره مخ نه شي، د روسي استخباراتي اداری پخوانی جاسوس د اوکراین د جګړې په ګډون له خورا جدي ننګونو سره مخ دی.

په اوکراین کې جګړه په ۱۹۶۲ کال کې د کیوبا د میزایلو له کړکېچ وروسته له لویدیځ سره د روسیې تر ټولو لویه مقابله ده.

سربیره پردې؛ د لویدیځ بندیزونه په وروستیو لسیزو کې د روسیې اقتصاد ته ترټولو لوی زیان رسولی دی. د یوګیني پرېګوژین ناکام بغاوت د پوتین لپاره بله جدي ننګونه وه.

د اپوزیسیون زنداني سیاستوال الیکسي ناوالني ویلي دي، چې پوتین د یو ستراتیژیک کړکېچ پر لور د روسیې د تباهۍ لامل شوی او یو نازک سیستم یې رامنځته کړی چې بالاخره به د ثبات پر ځای ګډوډي راولي.

اولیګ اورلوف د روسیې د بشري حقونو له فعالینو څخه دی، د جولای په میاشت کې رویټرز ته وویل: "روسیه په شا کیږي.موږ کمونیستي توکمپالنه پرېښوده، مګر اوس موږ په بل ډول مطلقیت کې نیول شوي یو".

د رویټرز په وینا؛ د اوکراین له جګړې راهیسې څو سوه زره روسي او اوکرایني پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي، چې دا د افغانستان په لس کلنه جګړه کې له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ کلونو پورې د پخواني شوروي اتحاد د پوځ له تلفاتو ډېر دي.

نور خبرونه

رادیو