د اروپايي ټولنې یو چارواکي د منځني ختیځ وضعیت "ټولیزه سیاسي او اخلاقي ناکامي" بللې ده

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۵

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست یوه چارواکي په منځني ختیځ کې وضعیت په تړاو د اسراییل او فلسطین د ستونزې د حل لپاره د ریښتینې لېوالتیا د نشتوالي له امله "د ټولیزې سیاسي او اخلاقي ناکامۍ پایله" وبلله.

جوزپ بورل ټینګار وکړ، چې د یهودو ضد او د مسلمانانو ضد احساسات په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي.

رویټرز مخکې راپور ورکړی و، چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې په یو شمېر هیوادونو کې د یهودانو ضد کرکه زیاته شوې ده.

د راپورونو له مخې؛ په تېرو اونیو کې د امریکا، برېتانیا، فرانسې او جرمني په هېوادونو کې د صهیونیزم ضد څپې ډېرې شوې دي.

په تېرو څلورو اونیو کې په یو شمیر هېوادونو کې د یهودیت ضد څپې په اړه رویټرز راپور ورکړ، چې په لاس انجلس کې یو سړي هڅه وکړه، چې د یهودي کورنۍ کور ته ننوځي په داسې حال کې چې "یهودان ووژنئ" چیغې یې وهلې.

دغه خبری اژانس د ارجنټاین په بیونس ایرس کې د یوې یهودی کورنۍ د والدینو له قوله خبر ورکړی، چې د یهودانو په یوه مشهور ښوونځی کې د هغوی له ماشومانو څخه غوښتل شوي، چې خپل دودیز کالي وانه غوندي ترڅو د پېژندل کېدو او له ځورونې څخه مخنیوي وشي.

د ګارډین په وینا؛ جوزپ بورل د دوشنبې په ورځ ( د لړم په ۱۵مه ) د اروپايي اتحادیې د سفیرانو په کلني کنفرانس کې وویل: "زه فکر کوم چې موږ اروپایان اخلاقي او سیاسي مکلفیت لرو، چې د حل لپاره مرسته وکړو".

د هغه په ​​وینا؛ اروپا باید یو قوي او متوازن دریځ غوره کړي، څو په هر قیمت اروپا ته د شخړو د راوستلو مخه ونیول شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر د نړۍوالو بشردوستانه قوانینو پر درناوي ټینګار وکړ او ویې ویل چې په غزه کې بشردوستانه اوربند لومړی ګام دی.

نور خبرونه

رادیو