د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مرستیال د یکشنبې په ورځ وویل چې، د جګړې له ښکېلو خواوو سره تر خبرو اترو وروسته یې څه باندې ۳۰۰ امریکایان، د امریکا تابعیت لرونکي او کورنۍ یې له غزې اېستلي دي.
د نوموړي په خبره «یو شمېر امریکایان» لاهم په فلسطین کې پاتې دي.
څه موده مخکې د جو بایډن ادارې یوه جګپوړي چارواکي ویلي و چې، د غزې په تړانګه کې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ امریکايي وګړي اوسیږي او ځینې یې د خوندي وتلو په لټه کې دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن څو ورځې مخکې د هغو ۷۴ امریکایانو د اېستلو اعلان وکړ چې دوه ګونی تابعیت لري.