د ایران د دفاع وزیر امریکا ته: که سمدستي جګړه بنده نه کړئ سخت به وځپل شي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

د ایران د دفاع وزیر محمدرضا قرایي اشتياني امریکا ته خبرداری ورکړ، چې سمدستي دې په غزه کې جګړه ودروي او اوربند دې وکړي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ (د لړم په ۱۴مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: "جګړه بنده کړئ که نه، تاسو به درانه ګوزارونه وخورئ."

څه موده وړاندې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي هم ویلي وو: “د صهیونیسټي رژیم جنایتونه له سرې کرښې اوښتي دي او کېدی شي هر څوک اقدام وکړي”.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له ایرانه غوښتي، چې د اسراییل او حماس تر منځ جګړې ته لمن ونه وهي.

په داسې حال کې چې پر غزې د اسراییل بریدونو زور اخیستی؛ د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره لیدلي او یو ځل بیا یې د غزې له خلکو خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.

د ښاغلي خامنه يي پورې اړوند په اېکس پاڼه نن یکشنبه (د لرم ۱۴مه) لیکل شوي، چې د ایران مذهبي مشر له اسماعیل هنیه سره د غزې په وروستیو بدلونونو او روانو مسالو بحث کړی دی.

یادښت زیاتوي: “ د حماس د سیاسي دفتر مشر په غزه کې د وروستیو بدلونونو او جنایاتو په اړه راپور وړاندې کړ”.

د ایران مذهبي مشر د غزې له خلکو د هر اړخیز ملاتړ تر څنګ پر اسلامي هېوادونو هم غږ کړی، چې د غزې په اړه غلي پاتې نه شي.

ښاغلي خامنه یي ته په یوه بل منصوب یادښت کې د غزې په تړاو راغلي، چې په غزه کې روان “جنایات” د امریکا او یو شمېر نورو لویدیځو هېوادونو په مستقیم ملاتړ کیږي.

نور خبرونه

رادیو