اوکراین په کریمیا کې د روسیې د بېړیو جوړولو یوه کارخونه په توغندیو وویشتله

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې اوکراین د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) د ۱۵ کروز توغندیو په ویشتلو سره په کریمیا کې د بېړیو د جوړولو یوه کارخونه په نښه کړې ده.

روسیې ویلي، ۱۳ اوکرایني توغندي یې په هوا کې له منځه وړي، خو یوه توغندي بیا یوه بېړۍ زیانمنه کړې ده.

د اوکراین د هوايي ځواک مشر ویلي، روسیې په دې کارخونه کې خپله یوه تر ټولو عصري بیړۍ چې د کروز کالیبر توغندي لېږدوي، ځای پر ځای کړي دي.

په کریمیا کې د روسیې له لوري ټاکل شوي مشر ویلي چې، په دې ټاپو کې د اوکراین برید ځاني زیان نه لري.

د اوکراین د جګړو څارونکو په ټیلیګرام شبکو کې لیکلي چې، په دغه برید کې د «اسکولډ» په نوم د روسیې یوه وړه کروز توغندي وړونکې بېړۍ زیانمنه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو