د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د حماس له سیاسي مشر سره لیدلي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

په داسې حال کې چې پر غزې د اسراییل بریدونو زور اخیستی، د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره لیدلي او یو ځل بیا یې د غزې له خلکو خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.

د ښاغلي خامنه يي پورې اړوند په اېکس پاڼه نن یکشنبه (د لرم ۱۴مه) لیکل شوي، چې د ایران مذهبي مشر له اسماعیل هنیه سره د غزې په وروستیو بدلونونو او روانو مسالو بحث کړی دی.

یادښت زیاتوي: “ د حماس د سیاسي دفتر مشر په غزه کې د وروستیو بدلونونو او جنایاتو په اړه راپور وړاندې کړ”.

د ایران مذهبي مشر د غزې له خلکو د هر اړخیز ملاتړ تر څنګ پر اسلامي هېوادونو هم غږ کړی، چې د غزې په اړه غلي پاتې نه شي.

ښاغلي خامنه یي ته په یوه بل منصوب یادښت کې د غزې په تړاو راغلي، چې په غزه کې روان “جنایات” د امریکا او یو شمېر نورو لویدیځو هېوادونو په مستقیم ملاتړ کیږي.

له دې وړاندې د ایران د ولسمشر په ګډون د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر چارواکو په غزه کې د روانې جګړې د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې وه او د اسراییل له خوا بریدونه یې جنګي جنایت بللي وو.

یو شمېر لویدیځو هېوادونو ایران د حماس په ملاتړ تورن کړی؛ خو پر اسراییل د حماس د ناڅاپي برید په اړه داسې کوم شواهد نه دي تر لاسه شوي، چې وښيي ایران په دغه برید کې لاس لري.

نور خبرونه

رادیو