اسراییلي وزیر پر غزې د اټومي بمبار د وړاندیز له امله د کابینې له ګډون څخه محروم شو

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د خپل کلتوري ميراث وزير اميخای الياهو پر غزې د اټومي بمباریو د وړاندیز له امله د کابينې له غونډې محروم کړ.

د نتنیاهو دفتر د یکشنبې په ورځ (د لړم په ۱۴مه ) پر اېکس پانې لیکلي: "د امیخای الیاهو څرګندونې د واقعیت پر بنسټ نه دي".

د اسرايیل د دفاع وزیر یواو ګالانت د هغه د وړاندیز په ځواب کې وویل: دا ښه خبره ده چې داسې کسان د اسراییل د امنیت مسولیت نه لري.

د اسراییل پخواني لومړي وزیر ییایر لاپید هم امیخای الیاهو یو "غیر مسوول وزیر" بللی او د هغه څرګندونې یې "حیرانونکې" بللې دي.

ښاغلي لاپید پر خپلې اېکس ټولنیزې پاڼې د امیخای الیاهو عکس پوسټ کړی او لیکلي یې دي: "د هغه څرګندونو د برمته کونکو کورنیو، اسراییلي ټولنې او زموږ نړۍوال دریځ ته زیان رسولی دی".

هغه زیاته کړه، چې په حکومت کې د افراطیانو شتون له حماس سره په جګړه کې د اسراییل بریالیتوب له خطر سره مخامخ کوي او نتنیاهو باید هغه "له دندې ګوښه" کړي.

د حماس د فلسطیني ډلې ویاند حازم قاسم چې د اسراییل په جګړه کې ښکیله ده، اعلان وکړ چې د امیخای الیاهو څرګندونې د "اسراییلي ترهګرۍ" نښه ده.

سکای نیوز په یوه راپور کې لیکلي، چې امیخای الیاهو له سمدستي عکس العملونو وروسته خپلې څرګندونې بېرته اخیستې دي.

ټایمز اف اسراییل د یکشنبې په ورځ (د لړم په ۱۴مه ) په یوه راپور کې لیکلي، چې امیخای الیاهو په یوې راډیويي مرکه کې پر غزې د اټومي بم د غورځولو خبره راپورته کړه.

د دغې رسنۍ په وینا؛ دغه څرګندونې د بنیامین نتنیاهو له غبرګون سره مخ شوې او هغه یې د کابینې په غونډو کې له ګډون څخه منع کړ.

کله چې ورته وویل شول، چې په غزې تړانګه کې دا مهال شاوخوا ۲۴۰ تنه یرغمل دي، وزیر په ځواب کې وویل: «زه د هغوی د بیرته ستنېدو لپاره دعا کوم؛ خو په جګړه کې یې قیمت ادا کول دي. ولې باید د برمته شویو کسانو ژوند، چې زه یې په حقیقت کې ازادي غواړم، د سرتېرو او خلکو له ژوند څخه چې وروسته به وژل کیږي، ډېر مهم وي؟"

د اسراییل وزیر غزې ته د هر ډول بشري مرستو له اجازه ورکولو سره هم خپل مخالفت څرګند کړ او ویې ویل: "د ملکي وګړو په نوم هېڅ شی نه شته".

د ټایمز اف اسراییل د راپور له مخې؛ د فلسطین د خلکو د برخلیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل: "دوی کولی شي ایرلینډ یا صحرا ته لاړ شي، د غزې شیطانان باید پخپله د حل لاره ومومي".

د بنیامین نتنیاهو دفتر د اسراییل د وزیر له څرګندونو وروسته لیکلي: «د اسراییل پوځ د نړۍوالو قوانینو له لوړو معیارونو سره سم عمل کوي څو بې ګناه خلکو ته زیان ونه رسوي. موږ به تر بریا پورې دغه کار ته دوام ورکوو».

د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې؛ د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بریدونو کې تر ۹ زرو ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

نور خبرونه

رادیو