د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د انقرې او تل ابیب ترمنځ په ډېپلوماتیکو اړیکو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
لیور حیات دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې، چې ترکیې پر غزې د اسراییل د بریدونو د دوام له امله له تل ابیب څخه خپل سفیر راوغوښت.
هغه په منځني ختیځ کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره اسراییلي ورځپاڼې «یدیعوت اخرونوت» ته وویل: "موږ باید له سره غور وکړو، چې څنګه د دغه ډول کړکېچ مخه ونیول شي".
ترکیې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له تل ابیب څخه یې خپل سفیر وروسته له هغه راوغوښت چې اسراییل خپلو بریدونو ته دوام ورکړ او په غزه کې یې د اوربند غوښتنې ته له مثبت ځواب ویلو ډډه وکړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ (لړم په ۱۴مه) د هېواد د شمال ختیځ په ریزه په سیمه کې د لوړې مراسمو ته په وینا کې وویل، چې دا د ترکیې دنده ده چې په غزه کې د وینو تویولو مخه ونیسي.
اردوغان وویل: "دا زموږ تاریخي مسوولیت دی، چې د هغو کسانو جنایتونه وغندو چې په غزه کې د دې غیر انساني، غیر منطقي او کرکې وړ وژنې ملاتړ کوي".
د اسراییل پوځ په غزه کې خپل هوايي او ځمکني بریدونه پراخ کړي دي. د دغه هېواد په جنوب کې د تلې په ۱۵ نېټه د حماس له ناڅاپي حملې وروسته اسراییل د غزې په تړانګه کې د دغې فلسطیني ډلې د مرکزونو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل.