اوکرایني چارواکي: د خپلو ۲۰ سرتېرو د وژل کېدو په اړه څېړنې کوو

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

اوکرایني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د روسیې د توغندیو په برید کې د اوکرایني سرتېرو د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي.

د روانې نومبر میاشتې پر درېیمه نېټه د اوکراین په جنوب زاپوریژیا کې د روسيې د توغندیز برید په پایله کې ۲۰ اوکرایني سرتېري ووژل شول؛ خو د دغه برید څرنګوالی لا هم نه دی معلوم.

د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف ویلي، چې دا په پوځي برخه کې یوه غم انګېزه پېښه ده او دوی یې په اړه څېړنې کوي.

ویسټ نیوز د اوکرایني په نقل قول ویلي، چې د دغې پېښې څرنګوالی ګونګ دی او اوکرایني چارواکي هم د پېښې په اړه روښانه دریځ نه لري.

د اوکراین او روسیې د جګړې له پیل راهیسې روسي چارواکو څو ځله ویلي، چې په روانه جګړه کې یې د اوکراین پوځ ته درانه ځاني تلفات ور اړولي دي.

تېره اونۍ د روسیې د دفاع وزیر په چین کې ویلي وو، چې له ۶۰ زرو زیات اوکرایني سرتېري یې وژلي دي.

نور خبرونه

رادیو