روسیې د اټومي وسلو د لېږد توغندی په بریاليتوب وازمویه

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

د روسیې د دفاع وزارت وايي، چې د اټومي وسلو د لېږد یو بالیستیک توغندی “بولاوا” یې په بریالیتوب سره وازمویه.

دغه وزارت نن یکشنبه (د لړم په ۱۴مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د اټومي وسلو دغه بین البراعظمي بالیسټیک توغندی یې درېیم الکساندر په نوم له اوبتل څخه توغولی دی.

د بولاوا توغندي دا ازموینه وروسته له هغې ترسره کیږي، چې روسیې د اټومي وسلې د ازموینې د بندیز له مهمې موافقې سره خپل پرېکون اعلان کړ او یوه اونۍ وروسته یې بولاوا وازمویه.

تېره اونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوې لایحې په لاسلیک سره د اټومي وسلو د ازموینو د بندیز له موافقې ووت.

د روسیې دولتي تلویزون د دغه توغندي د پېژندنۍ په راپور کې ویلي، چې دا توغندی نېږدې ۱۲ متره اوږدوالی لري او څه باندې ۸۰۰۰ کیلومتره لېرې هدف په دقیق ډول ویشتلی شي.

نور خبرونه

رادیو