په لندن، برلین، پاریس، انقره، استانبول او واشنګټن کې زرګونو اعتراض کوونکو د پراخو لاریونونو په ترسره کولو سره په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه.
لاریونوالو چې د "فلسطین د ازادۍ" شعارونه په لاس کې درلودل، پر غزې یې د اسراییل بریدونه وغندل.
د لندن پولیسو ویلي چې په دغه ښار کې یې د لاریون پر مهال ۱۱ کسان نیولي دي.
په واشنگټن کې هم د فلسطین پلوي لاریونوال واټونو ته راووتل او د امریکا د ولسمشر لخوا یې د اسراییل ملاتړ وغانده.
په واشنګټن کې لاریون کوونکو، جوبایډن ته په خطاب کې شعارونه ورکول: «ستاسو لاسونه په وینو رنګ دي.»
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې لاریونوالو د «تاوتریخوالي د درولو»او په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه.
په دغه لاریون کې اعتراص کوونکو د «هیڅ کار يې نه دی کړی، هیڅ یې نه دي ویلي، دا لاس لرل دي» شعارونه په لاس کې درلودل.
دا په فرانسه کې د فلسطیني ملاتړو تر ټولو لویه راټولیدنه وه.
فرانسې تر دې مخکې د فلسطین په ملاتړ ځینې راټولیدنې درولې وې.
دغه راز د ترکیې په استانبول او انقره کې هم د فلسطین په ملاتړ لاریونونه په داسې حال کې شوي چې د دغه هېواد حکومت په دې وروستیو کې له اسراییل سره خپلې اړیکې پرې کړې دي.
د فسلطین د روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې، تراوسه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۹زره او ۴۴۸ کسان وژل شوي دي.
د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو له ټینګار سره سره، اسراییل تر اوسه دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.