د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په لویدیځه غاړه کې د فلسطیني ادارې له مشر سره وکتل

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته د خپل سفر په دوام د یکشنبې په ورځ د لړم په ۱۴ مه په لویدیځه غاړه کې د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امنیتي دلایلو له امله به د انتوني بلېنکن د سفر جزییات د سفر تر پایه اعلان نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې بلېنکن له عباس سره په کتنه کې غزې ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

میلر وویل: "بلېنکن او عباس په لویدیځه غاړه کې د سولې او ثبات د بیارغولو په هڅو خبرې وکړې، د فلسطین د خلکو پر وړاندې د افراطي تاوتریخوالي د بندولو او د هغوی د حساب ورکولو پر اړتیا یې خبرې کړې دي".

رویټرز خبري اژانس د فلسطین ادارې د ویاند نبیل ابو رودینه له قوله ویلي، چې ښاغلي عباس ښاغلي بلېنکن ته ویلي، چې په غزه کې باید ژر تر ژره اوربند وشي او مرستې ور ورسول شي.

دا د اسراییل او حماس تر منځ د شخړو له پیل وروسته له محمود عباس سره د انتوني بلېنکن دویمه لیدنه ده.

نور خبرونه

رادیو