د روسیې ولسمشر وايي، اوکراین ته د لوېدیځو هېوادونو ځینې وسلې د ناقانونه بازار له لارې منځني ختیځ ته لېږدول شوې او پر طالبانو پلورل شوې دي.
ولادیمیر پوتین وویل چې اوکراین ته استول شوې وسلې پر طالبانو پلورل کیږي او "بل هر ځای ته ځي".
د روسیې ولسمشر د جمعې په ورځ (د لړم ۱۲مه) په مسکو کې د دغه هېواد د مدني خونې له غړو سره په کتنه کې اوکراین ته د لوېدیځو وسلو پر لېږلو او په نا قانونه بازارونو کې یې پر پلورلو نیوکه وکړه.
د تېر کال د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې، چې روسیې اوکراین ته خپل پوځیان واستول، لوېدیځو هېوادونو د روسیې ځواکونو ته د ماتې ورکولو لپاره اوکراین ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت جنګي وسلې لېږلې دي.
اوکراین وايي، پر هغو وسلو چې دوی یې ترلاسه کوي، کلک کنټرول لري، خو یو شمېر لوېدیځو امنیتي چارواکو له دې مخکې په نا قانونه بازارونو کې د وسلو د پلور په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د امريکا متحدو ايالتونو له اوکراين څخه غوښتي چې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره دې جدي اقدامات وکړي.
تېر کال د اینټرپول رییس یورګن سټاک خبرداری ورکړی و چې اوکراین ته استول شوې ځینې پرمختللې وسلې د سازمان شویو جنایتکارو ډلو په لاس کې لویدلې دي.
د مارچ په میاشت کې، په اوکراین کې د جګړې او د وسلو د ناقانونه سوداګرۍ په اړه یو راپور د سازمان شویو جرمونو پر وړاندې د نړیوال ابتکار لخوا خپور شو.
په دې راپور کې ویل شوي، چې تر اوسه له اوکراین څخه د پام وړ وسلې نه دي ایستل شوې.
په هرصورت، راپور خبرداری ورکوي، که ګواښونو ته پام ونه شي، کله چې اوسنۍ جګړه پای ته ورسیږي، "د اوکراین د جګړې ډګرونه د ګډوډۍ نوې وسیلې ګرځیدلی شي او د اروپا په سړکونو کې له افریقا څخه تر ګانګسترونو پورې وسلوال به په وسلو سمبال کړي».
د نړیوال اقتصاد لپاره د کیل موسسې د راپور له مخې، د متحده ایالاتو په مشرۍ اتو لوی لویدیځ مرستندویانو له اوکراین سره ژمنه کړې چې لږترلږه ۸۴ ملیارد یورو «د ۹۰ ملیارد ډالرو معادل» وسلو مرستې به اوکراین ته واستوي.