د جمعې په ورځ د (لړم په ۱۲مه) د نېپال لویدیځ یوې زورورې زلزلې ولړزاوه.
د راپورونو له مخې په دغې زلزله کې لږ تر لږه ۱۲۸ کسان مړه شوي دي.
امنیتي ځواکونو د جاجرکوټ او لویدیځ رکوم په سیمو کې د ژغورنې عملیات له تېرې ورځې راهیسې پیل کړي دي.
د نیپال په پلازمینه او د ډیلي په ګډون د هند په ښارونو کې د زلزلې زورور ټکانونه احساس شوي دي.
د پوځ ویاند ویلي، چې تر سلو زیات کسان په دغې زلزله کې ټپیان شوي دي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې د زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵.۶ ښودلی دی.