یوه امریکايي سوداګر د کندهار په احمد شاه بابا هوايي ډګر کې امریکايي پوځ ته د انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو د شرکت له عایداتو د مالیې په نه ورکولو اعتراف وکړ. د کولمبیا څارنوالۍ ویلي، دغه سوداګر د څه باندې دوه میلیونو ډالرو په پټولو سره له ۷۴۴ زره ډالرو زیاته مالیه نه ده ورکړې.
د کولمبیا د څارنوالۍ د خبرپاڼې له مخې، روبرټ ان. ډونر، د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ په کندهار کې د خپل عاید یوه برخه پټه کړې وه.
هغه د دې لپاره چې مالیه ورنه کړي خپل ټول عاید په دوبۍ کې بانکي حسابونو ته انتقال کړی و.
محکمې ته د وړاندې شویو اسنادو پر اساس، ښاغلي دونر په دومره وخت کې هڅه وکړه چې خپل بهرني حسابونو ریکارډونه چې د مالیاتو د ادارې له خوا په ځانګړې توګه غوښتل شوي و، پټ وساتي.
د متحده ایالاتو د مالي جرمونو د قوانینو له مخې، ښاغلی ډونر په حد اکثر د پنځو کلونو بند سزا سره مخ دی. ښایيهغه تر څار لاندې خوشې او په نغدي جریمي هم محکوم شي.