وال سټریټ ژورنال: واګنر ډله د لبنان حزب الله ته د هوايي دفاع سیستم ورکوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۲

وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د روسیې واګنر ډله د لبنان حزب الله ته د هوايي دفاع سیستم ور کولو پلان لري.
دغه امریکايي رسنۍ وايي چې د سوریې له لارې حزب الله ته د پانتسیر هوايي دفاع سیسټم ورکول کېږي.

وال سټریټ ژورنال د پنجشنبې په ورځ لیکلي وو، چې د روسیې له حکومت سره تړلې واګنر ډله پلان لري چې د لبنان حزب الله ته د پانتسیر ایس-۱ هوايي دفاع سیسټم، چې د الوتکو د تعقیب لپاره کارول کیږي، ورکړي.
د دې ډلې د پخواني قوماندان یوګني پریګوژین له مړینې وروسته واګنر ډله د روسیې د دفاع وزارت بشپړ کنټرول لاندې راغلې ده.
وال سټریټ ژورنال لیکلي چې امریکا له حزب الله سره د واګنر همکاري څاري. خو د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د وال سټریټ ژورنال راپور "بې اساسه" بللی دی.
د تاس دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي پیسکوف د جمعې په ورځ په مسکو کې خبریالانو ته وویل، « واګنر ډله په عملي توګه نشته.»

نور خبرونه

رادیو