ایران کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۲

د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د جمعې په ورځ «د لړم په ۱۲مه» د دغه هېواد په شمال کې د نشه یانو «روږدو کسانو» د درملنې په یوه خصوصي مرکز کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۲ کسان مړه شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ۱۶ نور کسان د درملنې لپاره د تهران شمال لوېدیځ ته په ۲۰۰ کیلومترۍ کې د لنګرود روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د ایران دولتي نلویزیون راپور ورکړی چې د نشه یانو د درملنې دغه مرکز د ۴۰ ناروغانو ظرفیت لري.

تر اوسه معلومه نه ده چې په دغه مرکز کې د جمعې په سهار د اورلګېدنې پر مهال څومره کسان وو. تر دې مخکې په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې شمېر ۲۷ تنه ښودل شوی و.

د ایران د قضایه قوې رییس غلا محسین محسني اژه يي، د دغې پېښې د څېړنې حکم کړی دی.

ځینو چارواکو ویلي، چې د دې پېښې لامل د دې مرکز په یوه خونه کې د بخارۍ د اور له امله دی.

په ایران کې وژونکي اورولګیدنې نادره نه دي، دا پېښې امنیتي تدابیرو ته د نه پاملرنې او زړو امکاناتو له امله رامنځته کیږي.

نور خبرونه

رادیو