ملګري ملتونه: پر غزې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۹ زرو واوښت

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۲

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله د وژل شویو شمېر ۹۰۶۱ تنو ته رسېدلی چې ۶۲ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

دغه سازمان ویلي< د غزې یو نیم میلیون اوسیدونکي بې ځایه شوي دي چې ۷ لکو یې د دغه سازمان مرکزونو کې پناه اخیستې ده.

ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د دوی ۱۴۹ کمپونو له خپل ظرفیت څخه څلور برابره زیاتو فلسطینیانو ته ځای ورکړی دی.

په ورته وخت کې دغه سازمان ویلي چې په لویدیځه غاړه کې هم تاوتریخوالی زیات شوی دی. د دغه سازمان په وینا، د اکټوبر له اوومې راهیسې چې جګړه پیل شوې، په لویدیځه غاړه کې ۱۳۰ کسان وژل شوي او ۲ زره او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.

په عین حال کې، په یهود میشتو ښارګوتو کې هم د فلسطینیانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی، هره ورځ په اوسط ډول ۷ پېښې ثبت شوې، چې د دغو بریدونو یو په دریمه برخه کې له وسلو کار اخیستل کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشرپاله چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې اسراییلي ځواکونه یا هغه کسان چې د اسراییلي پوځ یونیفورم او وسلې کاروي د دغو ښارګوټو د اوسیدونکو ملاتړ کوي.

دغه دفتر زیاته کړه چې دغه تاوتریخوالي د اسراییلي ځواکونو او چارواکو په ملاتړ او همغږۍ ترسره کیږي.

نور خبرونه

رادیو