په کابل کې د طالبانو او ازبکستان تر منځ د پانګونې فرصتونو په اړه غونډه وشوه

AP ۱۴۰۲ لړم ۸

د ازبکستان جمهوريت رسمي پلاوی چې تېره ورځ د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه یوف په مشرۍ کابل ته راغلی و، نن یې د افغانستان او ازبکستان د پانګونې فرصتونو په اړه غونډه جوړه کړه او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور پلاوي پکې برخه درلوده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې په اېکس پاڼه لیکلي چې، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، ټرانزیت او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې شوې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کې ازبکستان ښه ګاونډی هیواد بللی او زیاته کړې یې ده چې، دواړه لوري سوداګرو او موټر چلوونکو ته د ویزو ورکړې، د دوه اړخیزه سوداګري درې میلیارډ ډالرو ته د لوړولو او د نومبر میاشتې له پیل څخه د حیرتان د بندر د ۲۴ ساعته پرانیستلو په اړه هوکړه وکړه.

په دې غونډه کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یوف بیا د خپل پلاوي په مشرۍ وویل: «څومره چې افغانستان وده کوي، ازبکستان هم وده کوي او په افغانستان کې له سولې او ټیکاو راتلو سره په ازبکستان کې سوله او ټیکاو رامنځته کيږي.»

د یادولو ده چې د غونډې په پای کې د ازبکستان ملي نندارتون هم پرانیستل شو.

دا د افغانستان په شمال کې د قوشتېپې کانال تر جوړېدو او پرانیستو وروسته د ازبکستان هيواد تر نورو لوی پلاوی دی چې د هغه هیواد د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ کابل ته له طالبانو سره د ځينو مسایلو د حل په موخه سفر کوي.

نور خبرونه

رادیو