د پاکستان د بلوچستان صوبې د سیبۍ او هرنایي ترمنځ له نږدې اتلسو کلونو ځنډ وروسته نن بیا د اورګاډي پرانیسته وشوه.
د پاکستان د پټلۍ سرپرست وزیر شاهد اشرف تارړ او د صوبې سرپرست سروزیر میر علي مردان خان ډومکي په دې مراسمو کې ګډون درلود.
میرعلي مردان خان ډومکي په سیبۍ کې دغو مراسمو ته په وینا کې وویل، چې د اورګاډي بیا پیلېدو سره به کار روزګان برابر او ځايي خلکو ته د ټرانسپورټ اسانتیا لا ښه شي.
هغه دا هم وویل، چې د ۲۰۰۶ کال فرورۍ کې د اورګاډي بندېدو سره خلک له ستونزو سره مخ و او اوس دوی ویاړي چې دا مشکل یې حل کړ.
نوموړي زیاته کړه چې د ډیسمبر پر ۲۵ به د بولان لپاره هم د نواب اکبر بګټي ایکسپرېس په نوم اورګاډی بیا چالو شي.
په دغه سیمه کې د وسلواو د بریدونو په زیاتېدو سره اورګاډي بند شوي وو.
د اورګاډي د پیلېدو دا ګام په داسې مهال دی چې د پاکستان ملي هوايي شرکت په څېر د دغه هېواد پټلۍ اداره هم له مالي کړکېچ سره مخ ده.
د دې ادارې کارمنانو پرون اعتراض کړی و چې له امله یې د لاهور او کراچۍ ترمنځ نن هم اورګاډي وځنډېدل.