نظرپوښتنه: جمهوري غوښتونکي او ډېموکراټان په دې باور دي چې افغانستان د جګړې ارزښت نه درلود

AP ۱۴۰۲ تله ۲۶

له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو له وتلو دوه کاله وروسته؛ یوه نوې نظرپوښتنه ښيي، چې د بېلابېلو مسایلو په اړه له سختو اختلافونو سره-سره، ډېموکراټان او جمهوري غوښتونکي رایه ورکوونکي په یوه خبره موافق دي: افغانستان د جګړې ارزښت نه درلود.

دا د اسوشیټیډ پرېس او یوې څېړنیزې ادارې له خوا په ګډه شوې سروې ده، چې د نن چهارشنبه خپره شوه.

امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له حملې او القاعده ته د سزا ورکولو وروسته پر افغانستان برید وکړ. په همدغه کال کې د طالبانو تر نسکوریدو وروسته؛ امریکا خپل ماموریت له القاعدې سره د مبارزې څخه نیولې د دولت جوړونې او په افغانستان او بیا عراق کې د ډېموکراسۍ په خپرولو بدل کړ.

دوه پر درېیمه برخه امریکایان، ۶۵٪ډېموکراټان او ۶۳٪ جمهوري غوښتونکي په دې باور دي، چې د افغانستان ماموریت په دې هېواد کې د امریکا د دوو لسیزو جګړو ارزښت نه درلود.

ډېری امریکایان په دې باور نه دي، چې امریکا دې له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو له منځه وړلو په څېر اهداف ترلاسه کړي.

یوه امریکايي اسوشیټیډ پرېس ته ویلي، چې په افغانستان کې جګړه له پیله د ګټلو وړ نه وه.

هغه وویل، چې امریکا باید په افغانستان کې د شوروي اتحاد ماتې ته پام کړی وی.

یو بل امریکایي تبعه چې په سروې کې یې برخه اخیستې؛ دې خبري اژانس ته ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ څخه خوښ نه دی، خو دی فکر کوي چې نور هلته پاتې کېدل ګټور نه وو.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت ویلي دي، چې په افغانستان کې د القاعدې د ځپلو له امله امریکا خپل هدف تر لاسه کړی او په دغه هېواد کې د نورو امریکایي ځواکونو شتون ته اړتیا نه لیدل کیږي.

خو د سروې پر بنسټ شاوخوا ۴۶ سلنه امریکایان په دې باور دي چې امریکا دغه هدف ترلاسه کړی دی.

له بلې خوا دغه سروې ښيي، چې ډېری خلک له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ګډوډ او غیر پلان شوي بولي.

په افغانستان کې د امریکا ناکامۍ د نړۍ په کچه د دغه هېواد د رول په اړه د رایه ورکوونکو نظرونه اغېزمن کړي دي.

۵۵ سلنه جمهوري غوښتونکي په دې باور دي چې امریکا باید په نړۍوالو چارو کې کم رول ولوبوي.

په نړۍ کې د امریکا د پیاوړي رول ملاتړ د ډېموکراټانو په منځ کې لوړ دی. یوازې 15٪ ډېموکراټان په دې باور دي چې د امریکا نړۍوال رول به کم شوی وي.

دغه اختلاف د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې هم څرګندیږي. په داسې حال کې چې امریکا د روسیې پر ضد د لویدیځو هېوادونو ترمنځ د ایتلاف په جوړولو او د اوکراین په ملاتړ کې اصلي رول لوبوي، جمهوري غوښتونکي سیاستوال له سپینې ماڼۍ غواړي چې خپل ملاتړ کم کړي او له اوکراین سره مالي مرستې د امریکا په کورنیو چارو ولګوي.

نور خبرونه

رادیو