د حزب اسلامي مشر وايي، د ۳ بریتانوي پوځیانو په لاس د ۸۰ افغانانو د عام وژنې څېړلو سره بریتانیا افغانستان کې «خپل ټول جنایتونه پټوي.»
د ګلبدین حکمتیار په خبره، «د دې مسخره محاکمې هدف د خلکو غولول دي؛ لومړی باید شهزاده هري محاکمه شي چې د پنځویشت افغانانو د وژلو اعتراف یې کړی.»
د ښاغلي حکمتیار دا څرګندونې د ګارډین ورځپانې د هغه راپور په غبرګون کې دي چې وايي تېره دوشنبه د درې بریتانوي پوځیانو له خوا د ۸۰ افغانانو د عام وژنې د تورونو په هکله څېړنې پیل شوې دي.
حکمتیار خپل اېکس کې زیاتوي: «ګارډین لیکلي، د ۳ بریتانوي پوځیانو له لوري د ۸۰ افغانانو عام وژنه څیړل کیږي. پوښتنه کوو: ایا هدف یې له دې پرته بل څه دی چې وښیي، د اشغال په شلو کلونو کې یې یوازې همدغو دریو تنو دا جنایت کړی؟ او ګواکې په دې مسخره محاکمې سره به دوی خپل ټول جنایات پټ او ټول پوځ ته برائت ورکړی وي».
هغه د خپل یادښت په دوام کې لیکلي: « لومړی باید شهزاده هري محاکمه شي چې د پنځویشت افغانانو د وژلو اعتراف یې کړی؛ چې د خپلې نښې پخولو لپاره به یې له هیلکوپټر څخه پرې ډزې کولې».
رسنیو د شهزاده هري د کتاب خپرېدو په درشل کې د روان کال لومړیو کې ویلي و چې نوموړي په افغانستان کې د پیلوټۍ پر مهال ۲۵ طالبان وژلي وو.
هغه مهال پر شهزاده هري په کور او بهر سختې نیوکې وشوې او بیا نوموړي رسنۍ په درواغو تورنې کړې او ویې ویل، انګریزي رسنیو له اصلي متن خبرې ناسمې را اخیستې دي.
خو حکمتیار وايي، «د بریتانیا هر سرتېري د وحشي شهزاده هري په څېر وژنې کړي، دا درې بریتانوي سرتېرو چې اتیا افغانان وژلي دا یې یوازینې بیلګه نه ده.»
ګارډین ورځپانې د دوشنبې په ورځ د -اکټوبر په نهمه- لیکلي و، د هغو ادعاوو په اړه پلټنه پیل شوه، چې اتیا افغانان د دریو بریتانوي پوځیانو له خوا وژل شوي دي.
دا پلټنه د دوشنبې په ورځ د قربانیانو د کورنیو په غوښتنه د دې وژنو د حقیقت د څرګندولو لپاره پیل شوې ده.
ویل کېږي دغه وژنې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ ترمنځ د افغانستان په هلمند ولایت کې شوې دي.