پر اسراییل د حماس په برید کې ۲۲ کسان ووژل او ۵۴۰ ټپیان شول

AP ۱۴۰۲ تله ۱۵

د اسراییل پر سوېل د حماس ډلې په برید کې د ۲۲ کسانو د وژل کېدو او ۵۴۰ د ټپي کېدو راپور ور کړل شوی دی.

په ورته مهال د اسراییل پوځ وايي، له دې برید وروسته یې د حماس پرضد «د اوسپنیزو تورو» عملیات پیل کړي دي.

فلسطینۍ ډلې حماس د شنبې په ورځ ناڅاپه د اسراییل پر سویل د توغندیو باران پیل کړ، چې وروستیو کلونو کې بې مخینې بلل کېږي.

حماس وايي، په دې برید کې پنځه زره توغندي د اسراییل لور ته توغولي او «دوښمن مرکزونه، هوایي ډګرونه او نظامي ځایونه» یې په نښه کړي دي.

د دې ډلې یوه قومندان محمد ضیف ویلي چې د الاقصا توپان عملیات پیل شوي دي

تلګراف د اسراییلي رسنيو په حواله ویلي چې حماس ۳۵ اسراییل هم یرغمل کړي دي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو له امنیتي چارواکو سره بېړنۍ غونډه کې کړې ده.

هغه یوه پیغام کې ویلي، «موږ په جنګ کې یو او بریالي به شو.دوښمن به د دې برید درنه بیه ور کړي.»

اسراییل ټایمز ته یوې امنیتي سرچینې ویلي چې د حماس پرضد عملیاتو کې یې الوتکې هم برخه لري.

اناتولي خبری اژانس وايي، د اسراییل بریدونو کې څلور فلسطنیان هم وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو