د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره په ټیلیفوني خبرو کې له امریکا وغوښتل چې، د سوریې په شمال کې له کردي ملیشو سره خپله همکاري ودروي.
هاکان فیډان وویل، چې ترکیه به په عراق او سوریه کې د کردي وسلهوالو پر ضد په کلکه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
امریکا، فرانسه او یو شمېر نور متحدین د سوریې له کردانو سره چې د «خلق د دفاع د واحدونو یپګ » په نوم یادېږي، په سوریه کې د داعش پر ضد د جګړې لپاره همکاري کوي.
له دغې ډلې د متحده ایالاتو ملاتړ د واشنګټن او انقرې ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د تلې ۱۴مه) وویل، چې دغه هېواد او امریکا په عراق کې د ترکیې او امریکايي ځواکونو ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره یو مېکانیزم تر لاس لاندې نیولی دی.
هاکان فیډان ویلي، چې د امریکا لهخوا د بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو په اړه یوې هوکړې ته رسیدلي چې بحث شوی مېکانیزم به په داسې ډول پلي کېږي، چې د «ترهګرۍ» په وړاندې د ترکیې د مبارزې خنډ نه شي.
د امریکا دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) اعلان وکړ، چې د ترکیې یوه بې پیلوټه الوتکه یې په سوریه کې د دوی ځواکونو ته څېرمه رانسکوره کړې ده.
د یکشنبې په ورځ په انقره کې د کردستان د کارګر ګوند «پکک» د غړو لهخوا له ځانمرګي برید وروسته، د ترکیې پوځ د عراق په شمال کې هوايي عملیات پیل کړل او اعلان یې وکړ، چې د کردانو تر شلو ډېر پټنځایونه یې له منځه وړي دي.
تر هغه وروسته یې د دغه هېواد په ۱۸ ولایتونو کې په ورته وخت کې د «ترهګرۍ ضد» عملیات پیل کړل او تر ۹۰ ډېر کسان یې ونیول.
کردي وسلهوال له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د ترکیې له حکومت سره د یوه خپلواک هېواد لپاره جګړه کوي.