د مکسیکو په سویل کې د یوه بس د چپه کېدو له امله ۱۸ کډوال وژل شوي او تر ۲۰ زیات ټپیان دي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۵

په مکسیکو کې چارواکو د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په سویل کې د یوه بس موټر په ټکر کې ۱۸ وینزویلايي او هایټي کډوال وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې ۱۳ نارینه، دوه ښځې او درې ماشومان شامل دي.

د مکسیکو په سویلي ایالت اواخاکا کې د لویې څارنوالۍ دفتر وايي، نږدې ۲۷ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي؛ خو تر اوسه د دوی هویت نه دی په ډاګه شوی.

د اواخاکا ایالت د مدني ساتنې ادارې انځورونه ښیي، چې دغه بس موټر د اواخاکا او مرکزي ایالت پوئبلا په نښلوونکې لویه لاره له سړک څخه واوښت او چپه شو.

دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې د امریکا او مکسیکو پولو ته د پناه غوښتونکو لوی شمېر رسېدلی دی.

پناه غوښتونکو هڅه وکړه، چې په بس موټر او یا په بار وړونکي اورګاډي د مکسیکو له پولې تېر شي؛ خو ویل شوي چې پر دې لار تګ راتګ خطرناک دی.

نور خبرونه

رادیو