د روسيې ولسمشر وايي، لوېديځ د اوکراين په جګړه کې واقعيت او جوړجاړی هېر کړی

AP ۱۴۰۲ تله ۱۴

ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په سوچي ښار کې د وینا پرمهال، لویدیز هیوادونه تورن کړل چې د اوکراین د جګړې پر واقعیت سترګې پټوي.

هغه وويل، لويديزو مشرانو جوړجاړی او زغم هېر کړی او يوازې د خپلو ګټو په اړه فکر کوي.


نوموړي په سوچي ښار کې په یوه غونډه کې همداراز پر لويديځ تور ولګاوه چې په اوکراين کې جګړې ته لمن وهي او دا یې د روسیې او لویدیځ تر منځ د یوې پراخې جګړې یوه برخه وبلله.

پوتین وویل: "داسې ښکاري چې په لویدیځ کې زموږ اړخونه په بشپړ ډول هیر کړي چې د معقول جوړجاړي، زغملو او د تبادلې منلو په څیر مفکورې د ټولو لپاره شته."

هغه وویل: "لویدیز مشران په حقیقت کې یوازې یوه شی ته پام کوي او هغه دا چې په هره بیه چې کیږي باید خپلې ګټې تعقیب کړي او که دا د دوی انتخاب وي، وبه ګورو چې څه کیږي."

د روسیې ولسمشر په خپله وینا کې لویدیځ په اوکراین کې د جګړې په پیلولو تورن کړ او ویې ویل چې، امریکا ځان یو زبر ځواک او په نړۍ کې د حقایقو یوازینی داور ګڼي.

هغه ادعا وکړه: "موږ په اوکراین کې جګړه نه ده پیل کړې، برعکس موږ هڅه کوو چې دا جګړه پای ته ورسوو."

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې پر اوکراین د روسیې برید د یوې جګړې لامل شو چې د اوکراین د ختیځ او سویل لویې سیمې یې ویجاړې کړې.

د دغې جګړې په پایله کې تر اوسه زرګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

سره له دې چې کرملین له امریکا او متحدینو سره یې دومره ښې اړیکې نه لري، د اوکراین جګړې په تېرو شپیتو کلونو کې د روسیې او لویدیځ تر منځ تر ټولو لوی واټن رامنځته کړی دی.

لوېدیې هېوادونه دغه جګړه په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي له یرغل وروسته د مسکو تر ټولو ستره ستراتیژیکه تېروتنه ګڼي.

لوېدیځ مشران وايي، له اوکراین څخه د روسي ځواکونو د وتلو لپاره د کییف ملاتړ کوي.

خو د روسیې ولسمشر دغه جګړه له امریکا سره د پراخې مبارزې یوه برخه بولي.

کرملین په دې باور دی چې په اوکراین کې د جګړې په دوام کې د امریکا موخه دا ده چې روسیه ووېشل شي او د دغه هېواد طبیعي زېرمې تر لاسه او په راتلونکي ګام کې له چین سره مخامخ شي.

نور خبرونه

رادیو