نرګس محمدي د سولې د نوبل نړۍواله جایره وګټله

AP ۱۴۰۲ تله ۱۴

د بشري حقونو فعاله ایرانۍ زنداني شوې مېرمن نرګس محمدي د ۲۰۲۳ کال د سولې د نوبل جایزه وګټله.

نرګس محمدي د ایراني مېرمنو په ملاتړ د ظلمونو پر وړاندې درېدلې مبارزه ده، چې د بشری حقونو په پلوي یې تل غږ پورته کړی او نن د دغې جایزې ګټونکې اعلان شوه.

هغه له شیرین عبادي وروسته دویمه ایراني ټبره مېرمن ده، چې دغه جایزه خپلوي، تر دې وړاندې شیرین عبادي په ۲۰۰۲ کال کې دغه جایزه ګټلې وه.

نرگس محمدي په تېرو کلنو کې څو، څو ځلې د بېلابېلو لاملونو له امله نیول شوې، بندۍ شوې او ربړول شوې ده.


هغه د وروستي ځل لپاره په ۱۴۰۰ کال کې زنداني شوه، چې تر اوسه د اوین په زندان کې بندي ده.

د بشري حقونو دغه فعاله چې د حجاب سره مخالفه وه، یو ځل یې د زندان د چارواکو پر وړاندې د هغوی له‌خوا وهل شوې، ټپي شوې او ربړول شوې هم وه.

هغې ته د سولې د نوبل جایزه داسې مهال ورکړل کېږي، چې پخوا یې هم نوم دغه جایزې ته نومول شوې وه.

د سولې د نوبل جایزې ته د بشري حقونو د افغانې فعالې محبوبه سراج نوم هم دغه نوملړ کې شامل شوی و.

د دغې جایزې ګټونکې ته یو میلیون ډالره نغدې پیسې هم ورکول کېږي، چې په بشري چارو کې یې ولګوي.

نور خبرونه

رادیو