د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د واګنر وسلهوالې ډلې د پخواني مشر یوګني پرېګوژین الوتکه ښایي د الوتکې دننه د لاسي بم د چاودنې له امله غورځول شوې وي نه د توغندي د لګېدو له امله.
د پریګوژین او نهه تنه نورو کسانو لېږدوونکې الوتکه د وږي په لومړۍ نېټه د مسکو په شمال کې نسکوره شوه.
هغه مهال دوو امریکايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو، چې د امریکا د متحده ایالتونو په باور د واګنر ډلې د مشر الوتکه د روسیې په خاوره کې له ځمکې څخه هوا ته په یوه توغندي ویشتل شوې ده.
د جوبایډن په ګډون یوشمېر لویدیځو مشرانو د پېښې په غبرګون وویل، چې پوتین په دې پېښه کې لاس لري.
د روسیې ولسمشر د څېړنې کمېټې موندنو ته اشاره وکړه او ویې ویل:« په دې الوتکه کې د وژل شویو کسانو په بدنونو کې د لاسي بمونو ټوټې موندل شوې دي.»
هغه زياته کړه:« د الوتکې په پاتې شونو کې بهرنی اثر نه دى موندل شوى او دا حقيقت تاييد شوى دى.»
د روسیې د حکومت څېړنیزې ادارې تراوسه د دې پېښې په اړه خپل رسمي راپور نهدی خپور کړی.
یوګني پریګوژین چې یو وخت د روسیې د ولسمشر ډېر نږدې متحد و، د چنګاښ په میاشت کې د اوکراین د جګړې له قوماندې څخه د نارضایتۍ له امله د روسیې د حکومت پر ضد پاڅون وکړ او د اوکراین د جګړې یو مهم پوځي مرکز یې ونیوو.
په ځواب کې، پوتین پریګوژین په خیانت تورن کړ.
د پوتین ډېری مخالفین او متحدین د روسیې دننه او بهر، پر هغه له نیوکې وروسته وژل شوي دي.د پوتین ډېری مخالفین او متحدین د روسیې دننه او بهر، پر هغه له نیوکې وروسته وژل شوي دي.