د ازبکستان ولسمشر له پوتین سره د کتنې لپاره مسکو ته ورسېد

AP ۱۴۰۲ تله ۱۴

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د پنجشنبې په شپه (د تلې ۱۳مه) په یوه رسمي سفر مسکو ته ورسېد او ټاکل شوې، چې له خپل روسي انډول ولادیمیر پوتین سره وګوري.

د روسیې دولتي خبري اژانسونو ویلي، د دواړو هېوادونو ولسمشران به پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وکړي.

که څه هم د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د ناستې اجنډا لا نه ده څرګنده؛ خو تر دې وړاندې افغانستان د روسیې او ازبکستان د چارواکو او همدارنګه په دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو ناستو کې د بحثونو یوه موضوع وه.

مسکو او تاشکند په پرله پسې ډول له طالبانو غوښتي، چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي، لږکیو ته د درناوي ترڅنګ دې، حقوقي مسایلو او نړۍوالو قوانینو ته پاملرنه وکړي.

نور خبرونه

رادیو