د کډوالو د ورتګ د زیاتېدو سره هم‌مهاله، سلواکیا د هنګري سره په خپلو پولو کنټرول سخت کړی

AP ۱۴۰۲ تله ۱۳

سلواکیا د کډوالو د ډېرېدو په غبرګون له هنکري سره د خپلو پولو کنټرول سخت کړی. تر دې وړاندې جرمني، اتریش، پولنډ او چېک هم د خپلو پولو کنټرول سخت کړی و.
سږکال شاوخوا ۴۰ زره کډوال سلواکیا ته ورغلي، چې ډېری یې د افغانستان او منځني ختیځ دي.

بوازې په سپټمبر میاشت کې هغه شمېر کډوال چې د مرکزي اروپا دغه کوچني هېواد ته ورغلي، د ۲۰۲۲ ټول کال برابر وو.
د کډوالو په شمېر کې زیاتوالي سره د چهارشنبې په ورځ د (تلې په ۱۲مه) چېک، پولنډ او اتریش سلواکیا سره د خپلو پولو تدابیر زیات کړي دي.
جرمني له تېرې اونۍ راهیسې د پولنډ او چېک سره د خپلو پولو کنټرول سخت کړی.
خو د سلواکیا لومړي وزیر د دغه هېواد له ګاونډیو د دغو اقدامونو په نیوکې سره ویلي، چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو پولو ساتنه به ښه حل لاره وي.
د سلواکیا د پولو کنټرول به لنډمهالی وي او تمه کېږي، چې له پنجشنبې راهیسې تر لسو ورځو به دوام وکړي.
ناقانونه کډوالي د مرکزي اروپا په ځینو هېوادونو کې په سیاسي او ټاکنیزو سیالیو بدله شوې، چې په همدې حال کې کډوال په ځینو هېوادونو لکه چک او سلواکیا کې نه پاتې کېږي او ځانونه لویدیځو بډایه هېوادونو په تېره بیا جرمني ته رسوي.

نور خبرونه

رادیو