د اروپایي ټولنې هېوادونه د کډوالۍ کړکېچ د هواري لپاره نوې هوکړې ته سره ورسېدل

AP ۱۴۰۲ تله ۱۳

د اروپایي ټولنې غړي هېوادونو د ناقانونه کډوالو د زیاتېدو په برخه کې د خپل قانون د بیاکتنې په موخه نوې هوکړې ته سره ورسېدل.
د دغې هوکړې موخه پر هغو هېوادونو لکه یونان او اېټالیا د فشار کمېدل دي، چې دا مهال ورته د کډوالو ورماتېدل زیات شوي دي.

د نوې هوکړې پر بنسټ، د اېټالیا او یونان په شان هېوادونه چې له بحران سره مخامخ دي کولای شي چې له نورو اروپايي هېوادونو د مرستې غوښتنه وکړي.
په ورته مهال هغه هېوادونه چې د کډوالو او پناه غوښتونکو له کوربه‌توب سره مخالف دي د پولنډ او هنګري په ګډون اړ دي، چې د پناه غوښتونکو کوربه هېوادونو ته پیسې ورکوي.
د نوې هوکړې یو ستر لامل روان کال کې د مدیترانې له لارې اروپا ته د تللیو پناه غوښتونکو په شمېر کې زیاتوالی ښودل شوی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په روان کال کې شاوخوا ۱۹۰ زره کسانو د اېټالیا په ګډون ځانونه د اروپا سویل ته رسولي دي. په ورته مهال، لږ تر لږه ۲۵۰۰ کسان اروپا ته د تګ پرمهال مړه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو