هالنډ کې د افغانستان سفیر: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت باید د سفارت لګښتونه ورکړي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۳

په هالنډ کې د افغانستان د پخواني اسلامي جمهوري دولت سفیر محمد اصف رحیمي وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مسوولیت لري، چې د سفارت لګښتونه ور ولیږي؛ خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.

ښاغلي رحیمي وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې یې له کابل څخه هېڅ هدایت، پیسې، معاش او یا کوم مصرف نه دی تر لاسه کړی.

د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۱۲مه) په هالنډ کې د افغانستان سفارت د لومړي ځل لپاره په یوې بیانیې کې تایید کړه، چې دغه سفارت په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره تعامل لري؛ دغې بیانیې پراخ غبرګونونه راوپارول او ډېرو خلکو دا له طالبانو سره د ښاغلي رحیمي د «معاملې» په معنا وګڼله.

په هالنډ کې د افغانستان سفیر محمد اصف رحیمي د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۱۳مه) له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې د سفارت د دغه څرګندونې په اړه وضاحت ورکړ.

ښاغلي رحیمي وویل، چې د بهرنیو چارو له وزارت سره په هالنډ کې د افغانستان د سفارت خبرې اترې د پخواني حکومت له سقوط وروسته دوام لري او «دا کومه نوې خبره نه ده».

نوموړي د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه د افغانستان انټرنشنل خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې سفارتونه د طالبانو د رسمیت پېژندلو او نه پېژندلو واک نه لري.

ښاغلي رحیمي په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته په اشارې سره وویل: «هلته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دی او موږ د قونسلګرۍ اسناد هملته لیږو. تاسو دې ته تعامل، مکاتبه، همغږي یا هر هغه څه چې نوم ورکوئ وریې کړئ.»

په هالنډ کې د افغانستان د سفارت د اعلامیې له خپرېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر اېکس ټولنیزې شبکې دغه بیانیه خپره کړه.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له طالبانو سره په یوځای کېدو سره ښاغلي رحیمي هڅه کړې د سفیر په توګه خپل کار تضمین کړي او په لویدیځ کې د افغانستان د نورو سفارتونو برعکس د طالبانو له حکومت څخه معاش او اسانتیاوې ترلاسه کړي.

په بهر کې د افغانستان سفارتونه او قونسلي نمایندګیانې، چې د پخواني افغان حکومت د ډېپلوماټانو تر کنټرول لاندې دي، په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه معاش یا نور خدمتونه نه ترلاسه کوي او د عاید سرچینه یې افغان مراجعینو ته د پاسپورټونو او د نکاح خطونو صادرول او نوي کول دي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په لاهه کې د افغانستان د سفارت د برخلیک په اړه د افغانستان انټرنشنل پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

اصف رحیمي د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ته له نېږدې سیاسي څېرو څخه و، چې په تېر کې یې د هرات والي او د کرنې د وزیر په توګه کار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو